هلمند کې د طالبانو د تلاشۍ پر مهال دوه مېرمنې وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولايت موقعيت

د هلمند ولایت ځینې اوسېدونکي وايي، په مرکز لښکرګاه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال د کورنۍ د غړو او طالبانو ترمنځ په لفظي شخړه کې د طالبانو په ډزو دوې مېرمنې وژل شوي ۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دغو کسانو په وینا دغه پېښه د یکشنبې ماسپښین په بُست کلا سیمه کې شوې ده.

د پېښې انګېزه معلومه نه‌ده.

په هلمند کې د طالبانو مسؤلان د کور پر کور تلاشۍ خبر تأییدوي، خو پرونۍ پېښې په اړه څه نه وايي.

تر دې مخکې هم په بېلابېلو پېښو کې د ځینو ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبان زیات مهال دغسې پېښې له رسنیو پټې ساتي.