د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بنیت وايي، طالبان د خپلو غړو د کړنو په وړاندې مسؤلیت لري.
هغه دا مطلب په پنجشېر کې له محاکمې پرته د وژنو په باب د راپورونو تر خپرېدو وروسته څرګند کړی دی.
بنیت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، څېړنې او هر ډول قانوني تعقیب باید په واقعي ډول د نړیوالو معیارونو له مخې ترسره شي.
تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي، چې طالبانو په وروستیو کې په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې ځینې اسیران په صحرايي محاکمه کې په ډزو وژلي دي.