ایراني رسنیو پرون یکشنبه راپور ورکړی چې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د مهسا امیني له کورنۍ سره اړیکه نیولې او ژمنه یې کړې چې د دوی د لور د وژنې قضيه به څېړي.
مهسا امیني د سپټمبر په ۱۳مه ګشت ارشاد پولیسو ونیوله او درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه او هلته یې ساه ورکړه.
د راپورونو له مخې هغه څو واره په سر وهل شوې وه او له همدې امله یې ساه ورکړې خو پولیسو ویلي چې د مهسا زړه درېدلی و.
په همدې حال کې راپورونه وايي، د سنندج خلکو د یکشنبې په شپه یو ځل بیا د دغې ځوانې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې سړکونو ته راووتل.
هغوی د «مرګ پر ديکتاتور» او «مرګ پر خامنه اي» شعارونه ورکول.
په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې یوې ډلې ښځو هم خپل ټیکري له سر لرې کړي.
د دغه راپور له مخې، امنیتي ځواکونو پر خلکو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او ډزې یې کړي، چې له امله یې تر اوسه درې کسان ټپیان شوي دي.