امريکا د ۸۰ زره افغان کډوالو د مېشتېدو په اړه کار کوي

البانيا کې افغان کډوال - ارشيف

امریکا ته د شاوخوا ۸۰ زره افغان کډوالو په رسېدو سره د امریکا د کډوالو د استوګنولو اداره تر سخت فشار لاندې ده او هڅه کوي چې نوي کارکوونکي وګماري او نوي دفترونه پرانیزي.

امریکا لسګونه زره افغانان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له افغانستانه وایستل.

اوس انتقاد په دې دی چې د دغو کسانو د دایمي استوګنې لپاره کافي امکانات او بشري قوه نه‌شته.

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالو د منلو کچه تر ټولو ټیټ حد ته رسولې وه.

د اسوشیتد پرس د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستندویه ادارو او موسسو سره کار کوي چې د دې تشې د ډکولو لپاره له عادي امریکایانو کار واخلي.