د طالبانو حکومت د تاجکستان او قرغزستان د سرحدي جګړې د درېدو غوښتنه کړې

قرغزستانی پوله ساتی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغزستان د سرحدي جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده.

تاجکستان او قرغزستان له څو ورځو راهیسې په سرحدي نښتو اوښتي چې دواړو خواو ته لسګونه کسان مړه او ټپيان دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې،دا دواړه ګاونډیان باید خپلې ستونزې له سوله‌ییزې لارې حل کړي او د ملکیانو د زیانمنېدو مخه ونیسي.

قرغزستان اعلان کړی چې له تاجکستان سره په پوله په وروستیو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ او د ټپیانو ۱۴۴ ته ورسېد.

تاجکستان بیا تأیید کړې چې دېرش کسان د دوی خوا ته هم وژل شوي دي.