ایران کې 'مهسا امیني' خاورو ته وسپارل شوه

مهسا امیني

مهسا امیني د خلکو په پراخ حضور او د خامنه اي پر ضد د شعارونو په ورکولو سره خاورو ته وسپارل شوه.

د مهسا مړینې په کور دننه او بهر د ګڼو خلکو غوسه پارولې ده.

۲۲ کلنه مهسا د تهران د ګشت ارشاد پولیسو چې امرباالمعروف ډله ده د حجاب د نه رعایت په تور نېولې وه او بیا په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه چې هلته یې ساه ورکړه.

د مهسا امیني د جنازې په مراسمو کې "مرګ پر خامنه اي" او داسې نور شعارونه اورېدل کېدل.

مهسا په اصل کې د کردستان ولایت وه چې تهران ته د خپلوانو د لېدو لپاره ورغلې وه.

مور یې ویلي چې لور یې بشپړ حجاب درلود او حکومت باید په دې اړه ځواب ورکړي.