طالبانو په پنجشېر کې د ملا قيوم ذاکر وژل رد کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پنجشېر ولایت موقعیت

طالب چارواکو د خپل یو مهم قوماندان ملا قيوم ذاکر وژل کېدل رد کړل‌.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، هغه روغ دی او ټپي شوی هم نه‌دی‌.

له پرون راهیسې د ملا قيوم ذاکر چې د طالبانو مشر هبت‌الله د پنجشېر د جګړې مسوول ټاکلی، د ټپي کېدو او بیا وژل کېدو خبرونه لاس په لاس کېدل.

طالبانو څو اووني مخکې ملاقیوم ذاکر د پنجشېر ا اندراب د جګړې لپاره د نوي قوماندان په توګه وټاکه.

په وروستیو ورځو کې په دغو سیمو کې د خونړیو پېښو راپورونه ورکړل شوي او ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو یې په اړه د اندېښنو ترڅنګ د څېړنو غوښتنه کړې ده.