په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د مرستې هرکلی وشو

ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د اروپایي ټولنې د پنځه سوه زره یورو د مرستې هرکلی وکړ.

ډبلیو ایف پي پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه مرستې به د ۶ میاشتو په اوږدو کې له ۱۷۹ زره کسانو سره په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وشي.

ماریانا فرانکو چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې پر مرستو څارنه کوي، ویلي چې د طبعي پېښو له امله له زیانمن شویو افغانانو سره به یې مرستې دوام وکړي.

د جون د ۲۲مې په زلزله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغې زلزلې د خلکو شاوخوا درې زره کورونه هم ویجاړ کړل.