د امریکا د استازیو جرګې مشره ارمنستان ته سفر کوي

د امریکا د استازیو د جرګې مشره نانسي پلوسي

د امریکا د استازیو د جرګې مشره نانسي پلوسي وایي، غواړي ارمنستان ته سفر وکړي.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې له دوه سوو زیات کسان وژل شوي دي.

مېرمن پلوسي ویلي چې دغه سفر نن پیلوي ځکه له مخکې یې له ارمنستان څخه بلنه ترلاسه کړې وه.

په عین حال کې د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي چې له اذربایجان سره یې د یوه اوربند په اړه موافقه تراوسه په خپل حال ده او په سرحدي سیمو کې اوس امنیتي وضعیت نسبتاً ښه دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجمنې ناګورنو قره باغ پر سر اختلاف د دې سبب شو چې په ۲۰۲۰ کال دواړه هېوادونه په خپلو کې د لنډې مودې لپاره جګړه وکړي.