د ژغورنې نړيوالې کمېټې سويس ته د افغانستان د شتمنۍ د لېږد هرکلی وکړ

ارشيف

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د امریکا له لوري سویس ته د افغانستان د شتمنیو د لېږدېدو هرکلی وکړ.

دې کمېټې ویلي چې، د بایډن د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د شتمنیو درې نیم ملیارد ډالره په سویس کې دېره صندوق ته لېږدوي چې د افغانستان د اقتصادي ثبات او په نهایت کې افغانستان بانک ته د هغو د انتقال لاره هواروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانانو له کنګل شویو شتمنیو څخه ۳،۵ میلیارد ډالر به ډېر ژر د "افغان وجهي صندوق" له لارې دوی ته ور وګرځوي.

د دغه وزارت ویاند نید پرایس د سپټمبر پر ۱۴مه د یوې خبرې ناستې پر مهال ټینګار وکړ، چې دا شتمني به سویس ته انتقال کړي او طالبان به ورته لاسرسی و نه‌لري.