د ارمنستان دفاع وزير: اذربايجان سره اوربند دوام کړی

ارمنستاني پوځيان

د ارمنستان دفاع وزیر نن وویل، له اذربایجان سره اوربند دوام کړی او د وروستیو ورځو له شخړو وروسته په وضعیت کې بدلون نه‌دی راغلی.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ( سپټمبر په ۱۳ مه) د دواړو خواوو ترمنځ جګړه ونښته خو وروسته د بېلابېلو هېوادونو په غوښتنه د جګړې اور سوړ شو.

دواړه هېوادونه چې له ډېرو کلونو راهیسې د لانجمنې ناګورنو قره باغ پر سر اختلاف لري، اړیکې یې په دې وروستیو کې یو وار بیا ترینګلي شوي دي.