د چين ولسمشر له پوتين سره ليدنه کې د اوکرايين د جګړې په اړه اندېښنه ښودلې

د چين او روسيې ولسمشران

د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په کتنه کې په اوکرايین کې د روسیې د جګړې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دا د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې چې کریملين پر اوکرايین یرغل ته امر ورکړی، لومړی ځل دی چې دواړه مشران په خپلو کې سره ګوري.

د چین او روسیې ولسمشرانو پرون پنجشنبې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.

که څه هم شي جین پینګ په عام محضر کې د اوکرايین نوم وانه‌خیست خو دومره یې وویل چې هېواد یې چمتو دی چې د ثبات پر لور د نړۍ د پرمختګ په چاره کې له روسیې سره یو ځای رول ولوبوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین شي جین پینګ ته وویل چې، اندېښنې یې درک کوي او زیاته یې کړه چې موږ د اوکرايین د جګړې په اړه د خپلو چینایي ملګرو متوازن دریځ ته خورا ارزښت ورکوو.

د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل، چین باید پر اوکرایين د روسیې یرغل وغندي.

د روسیې او چین ولسمشرانو پر اوکرايین د روسیې د یرغل له پیلېدو درې اوونۍ مخکې د یوه نامحدود شراکت تړون لاسلیک کړی و.