يونېسف: تېره اوونۍ کې له يو ميليون او ۲ لکه ډېرو ماشومانو ته د شري واکسين لګول شوی

يوه ماشوم ته د شري د واکسين تطبيق - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وایي، تېره اوونۍ یې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له پنځو کلونو کم‌عمره له یو ملیون او دوه لکه زیات ماشومان د شري د ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي دي.

یونېسف په یوه ټویټ کې ویلي چې، دغه کمپاین یې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته د دغې ناروغۍ په وړاندې چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې خپره شوې، پر مخ وړی دی.

د ملګروملتونو په وینا د رسمي شمېرو له مخې د روان کال له جنوري څخه د اګست تر میاشتې په افغانستان کې د شرې د ناروغۍ څه باندې ۵۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۳۶۷ ماشومان یې له امله مړه شوي دي.

د ملګروملتونو په وینا په اوس وخت کې هغه یولس ملیونه ماشومان چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، ډېر د شري د ناروغۍ له خطر سره هم مخامخ دي.