د افغانستان لپاره د امريکا سفارت د افغان خبريالانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

ارشيف

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې، په افغانستان کې خبریالان د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو، ځورولو او ناوړه فزیکي چلند سره مخامخ دي.

دغه راز ویل شوي چې، د امریکا متحده ایالات د ولسواکۍ لپاره د ازادو رسنیو اهمیت مهم بولي او د خبریالانو چې په نه ستړی کېدونکي توګه خپلې دندې ترسره کوي، ملاتړ کوي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم پرون پنجشنبې د سپټمبر په ۱۵مه د ډیموکراسۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ورته خبره کړې او ویلي یې دي چې د رسنیو کار کونکي له سانسور، توقیف او فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په سلګونو رسنۍ تړل شوي او په زرګونو د رسنیو کار کونکو او خبریالانو هم خپلې دندې پرېښي یا له هېواده وتلي دي.