ايراني ريال د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت بايللی

ارشيف

د ایران په ازادو بازارونو کې پرون (چهارشنبه) د امریکايي ډالر ارزښت ۳۲۰ زره ریالو یا ۳۲ زره تومان ته ورسېد.

په تېره یوه میاشت کې ایراني ریال د ډالر په وړاندې دومره ارزښت نه و بایللی.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د اتومي موافقې احیا کېدو ته د هیلو د مړاوي کېدو له کبله د ایران ریالو د ډالرو په وړاندې ارزښت له لاسه ورکړی دی.

تېره ورځ پاکستاني روپيو هم د ډالرو په مقابل کې پام وړ ټيټه شوې وه.