د طالبانو د حکومت د ریللارو اداره وايي، له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو لومړنۍ جوپه د نوي تاسیس شوي دهلیز (کوریدور) له لارې افغانستان ته را روانه شوه.
په وروستیو ورځو کې د چین، افغانستان، قرغیزستان او ازبکستان ترمنځ د مځکني دهلیز د جوړولو په اړه موافقه وشوه.
د افغانستان د رېللارو اداره هیله لري چې، دا دهلیز به له چین څخه افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله د تجارتي مالونو د رسېدو موده له یوې میاشتې ۱۵ ورځو ته رالنډه کړي.
د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو هڅه وشوه خو ډېر دوام یې ونه کړ.