طالبانو د پکتيا په ډنډ پټان کې له پاکستاني پوله ساتو سره نښته تأييد کړه

د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ

د طالبانو حکومت مني چې د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دوی پوله ساتو ځواکونو له پاکستاني لوري سره شخړه کړې ده.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ د پاکستان سرحدي ځواکونو هڅه کوله چې "ډیورند کرښې" ته نږدې پوسته جوړه کړي.

د خبرپاڼې له مخې کله چې طالب سرتېري د خبرو لپاره ورنږدې شوي، هغوی ډزې پرې کړي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (آی.ایس.پي آر) نن ویلي، دې شخړه کې يې درې سرتېري وژل شوي دي.

خو طالبان وایي، د مقبلو سیمې په دې پېښه کې لومړی طالب پوله ساتو ته مرګ‌ژوبله واوښته او بیا په ځوابي ډزو کې " ممکن هغې غاړې ته هم تلفات اوښتي وي."

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او دوی ټینګار کړی چې د کرښې شاوخوا باید د تاسیساتو له جوړولو ډډه وشي.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې دا ډول شخړې تر دې وړاندې هم شوي دي.