د اذربايجان پوځ: د لمسوونکو اقداماتو په ځواب کې مو پر ارمنستان ډزې کړي

د اذربايجان پوځيان

د اذربایجان پوځ وايي، د ارمنستان پر زیاتو برخو یې ډزې کړي دي.

د ارمنستان صدراعظم وايي چې د اذربایجان په حملو کې د دغه هېواد لږ تر لږه ۴۹ سرتېري وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې، چې له ډېرو کلونو راهیسې پر ناګورنو قره باغ اختلاف لري، یو وار بیا ترینګلې شوي دي.

اذربایجان وايي چې د ارمنستاني ځواکونو د لمسوونکو اقداماتو په ځواب کې یې پر دغه هېواد ډزې کړي دي.

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي چې، متحده ایالات د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه کوي او وایي، روان کړکېچ له پوځي لارې نه‌شي حل کېدلی.