د بهرنيو اسعارو په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت بيا ښکته شوی

ارشيف

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت یو وار بیا ولوېد، چې پرون د پاکستان په ازادو بازارونو کې هر ډالر په ۲۴۰ روپیو تبادله شو.

د اسعارو د کاروباریانو په وینا پرون (سې شنبه) پاکستاني بانکونو کې یو ډالر په ۲۳۲ روپۍ خو په ازاد بازار کې په ۲۴۰ روپۍ تبادله شو.

صرافان وايي، د روان سپټمبر له لومړۍ څخه د ډالر په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په لوېدو دی او په تېرو ۱۳ ورځو کې یې ارزښت لږ تر لږه ۱۰ روپۍ لوېدلی دی.

تر دې مخکې هم د ډالرو په وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت ريکاډ کچې ته ښکته شوی دی.