د اوکراین د امنیتي خدماتو پخوانی رييس د خیانت په تور نیول شوی

رومان دودین

د خارکییف په ختیځه سیمه کې د اوکراین د امنیتي خدماتو پخوانی عمومي رييس رومان دودین د خیانت په تور نیول شوی دی.

ځايي رسنیو پرون یکشنبه د اوکراین د امنیتي سرچینو په قول وویل چې دودین د دغه هېواد د لوېدیځ په یوه سیمه کې نیول شوی او رسماً په دې تورن شوی چې د خیانت په نیت یې خپله دنده پرې ایښې ده.