له پوتين د ایمانویل مکرون غوښتنه: د اوکرايين له اټومي بټۍ خپل ځواکونه وباسئ

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له خپل روسي ساري، ولادمیر پوتین غوښتنه وکړه، چې د اوکرايین له یوې اټومي بټۍ خپلې وسلې او ځواکونه وباسي.

مکرون دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه، چې په دې اټومي بټۍ کې د یوې احتمالي فاجعې په باب په نړیواله سطحه اندېښنې مطرح شوې.

د فرانسې او روسیې ولسمشرانو پرون یکشنبه د ټلیفون له لارې په خپلو کې خبرې وکړې.

مکرون له پوتین دغه راز غوښتنه وکړه، چې د اوکرايین د غله جاتو د صادراتو په اړه هغه موافقه چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ورباندې هوکړه وشوه، عملي کړي، چې دغه غله جات هغو هېوادونو ته ورسېږي، چې په‌کې اړتیا زیاته ده.

پر اوکرايین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته روسي ځواکونو د اوکراین زاپروژیا اټومي بټۍ ونیوله.