ډبليو اچ او: تېر کال افغانستان کې د پوليو ضد واکسين ۸ کمپاينونه عملي شوي

کندهار کې د پوليو واکسين تطبيق انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) وايي، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې په ملي کچه د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ۷ او یو فرعي کمپاینونه عملي شوي دي.

د دې سازمان په خبره، په دغو کمپاینونو کې دومره ډېر ماشومان واکسین شوي، چې په تېرو ۴ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

دغه سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ختمېدل به له نړۍ څخه د پولیو د لمن د ټولولو په هدف کې مرسته وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر هغو چې دا هدف ترلاسه شوی نه وي، دوی ارام نه کښېني.

تر دې مخکې طالبان په ځینو ولایتونو کې د کور پر کور واکسین په مخنیوي تورن شوي وو.