د خوړو او درملو ملي اداره: کابل کې ۷۲ درملتونونه د کار جواز نه‌لري

درملتونو - ارشيف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، په کابل ښار کې د درملتونونو څېړنې او معاینات ښيي چې ۷۲ درملتونونه یا د کار جواز او یا هم مسلکي کارکوونکي نه‌لري.

د دې ادارې په اعلامیه کې چې پرون رسنیو ته استول شوې، راغلي چې پلټونکو ټیمونو د زمري له ۱۴مې د وږې تر ۱۴ پورې ۱۷۷ درملتونونه څارلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د سرغړونکو درملتونونو کار بند شوی دی.

تر دې وړاندې هم په یو شمېر درملتونونو کې د تاریخ تېر درملو د خرڅلاو راپورونه ورکړل شوي وو.