يونېسف په پکتيکا او خوست کې ماشومانو ته د زده‌کړو ټولګي جوړ کړي دي

ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په پکتیکا او خوست کې یې د جون میاشتې د زلزلې ځپلو ماشومانو لپاره د زده کړو ټولګي جوړ کړي دي.

د یونېسف ادارې پرون په یوه ټویټ کې وویل چې، په دې اقدام سره ۴۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

د جون د میاشتې زلزلې په دغو ولایتونو کې د یو زیات شمیر افغان ماشومانو د پلرونو او مېندو ژوند واخیست.

په پکتیکا او خوست کې د جون میاشتې د زلزلې د تلفاتو رسمي احصایې ښيي چې تر ۱۱۵۹ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، زرګونه نور ټپیان شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.