د اوکراین پوځ د بالاکلیا ښار د نیولو خبر ورکړ

د اوکراین پوځ پرون په ټلګرام کې لیکلي چې د اوکراین بیرغ په بالاکلیا کې اوچت کړای شو او پوځیان یې کوپیانسک ښارګوټي ته ننوتلي دي.

د اوکراین پوځ ادعا وکړه، چې د شمال ختیځې خارکییف سیمې بالاکلیا ښار یې په بشپړ ډول نیولی دی.

دغه پوځ ویلي چې د دې میاشتې په لومړیو کې د عملیاتو ضد اقداماتو په لړ کې یې په نورو سیمو کې هم پرمختګونه کړي دي.

د اوکراین پوځ پرون په ټلګرام کې لیکلي چې د اوکراین بیرغ په بالاکلیا کې اوچت کړای شو او پوځیان یې کوپیانسک ښارګوټي ته ننوتلي دي دغه راز د لسیچانسک په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي او له لیمان ښارګوټي بهر جګړې روانې دي.