طالبانو په پکتیا کې ۴ خبریالان نیولي

د ګردېز ښار یوه څنډه

د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز وايي، چې د طالبانو استخباراتي کارکوونکو پرون د پکتیا په مرکز ګردېز کې پر مطبوعاتي کلب یرغل ور وړی او څلور محلي ژورنالېستان یې نیولي دي.

دغه مرکز نن په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه څلور ژورنالېستان د نجونو زده کوونکو د پروني اعتراض په اړه د راپور ورکولو په تړاو نیول شوي او تر څه باندې څلورساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوې دي.

طالبانو په دې باب تبصره نه ده کړې. پرون په پکتیا کې ځینو زده کوونکو نجونو وروسته له هغې اعتراض وکړ، چې د دوی ښوونځي بیا د طالبانو له خوا وتړل شول.

تر شپږم ټولګي پورته دغه ښوونځي دوې اوونۍ مخکې د ولسي پرېکړې له مخې پرانیستل شوي وو.