منظور پشتین: افغان نجونې په زور له زده کړو محرومېږي  

منظور پشتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په ۲۱مه پېړۍ کې افغان نجونې په زور د تعلیم له حقه بې برخې ساتل کېږي.

پشتین پر خپل ټوېټر په پکتیا کې د هغو نجونو زده کوونکو د لاریون ستاینه کړې چې د خپلو ښوونځیو د پرانیستلو په خاطر یې کړی و.

دا لاریون وروسته له هغه وشو چې په پکتیا کې یو ځل بیا د نجونو هغه ښوونځي د طالبانو له لوري وتړل شول چې دوه اوونۍ مخکې پرانیستل شوي وو.

منظور پشتین د نړۍ له ټولو وګړو او بنسټونو څخه غوښتي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر د افغانانو غږ بدرګه کړي.

له یو کال ډېره موده کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او له نړیوالو او کورنیو فشارونو سره هم طالبان دې ته نه دي تیار شوي چې دا ښوونځي بېرته پرانېزي.