طالبان: د کابل په لوېدیځ کې چاودنې ۳ کسان ټپیان کړي

د چاودنې وروسته په سیمه کې د ویجاړ شوي موټر انځور

د طالبانو په کنټرول کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن ماښام د کابل د اتلسمې حوزې سیمه کې په یوه کرولا ډوله موټر پسې چاودنه شوې ده.

د ځدراڼ په وینا، چاودېدونکي توکي په بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د هغه په خبره د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې درې تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، سیمه کې امنیتي ځواکونو پلټنې پیل کړي دي.

تراوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.