ویسټ له یوه پخواني افغان ډيپلومات سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی استازی ټوماس ویسټ

د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی استازی ټوماس ویسټ وايي چې له پخواني افغان ډيپلومات سیدطیب جواد سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي.

ښاغلي ویسټ پرون پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل په دې اړه چې نړیواله ټولنه د افغانستان له خلکو څخه څنګه په ډېر ښه ډول ملاتړ کولای شي د ښاغلي جواد له مشورو څخه خوښ شو خو په دې اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

سیدطیب جواد د اوږدې مودې لپاره په واشنګټن کې او وروسته بیا په لندن او مسکو کې د افغانستان د سفیر پر دنده کار کړی.