د اسیا د کرکټ د شل اووریز جام پایلوبه سبا د سپټمبر په ۱۱مه د پاکستان او سریلانکا د لوبډلو ترمنځ په پام کې ده.
د افغانستان په ګډون د شپږ غوره ټیمونو له ډلې چې په دې لیګ کې یې ګډون کړی و، همدا دوه لوبډلې فاینل ته راووتې.
دا لوبه سبا د افغانستان په وخت د ماښام په شپږنیمو پیلېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې لړۍ کې له دوو بریاوو وروسته د ۴ غوره لوبډلو په پړاو کې د پاکستان او هند پر وړاندې ماتې وخوړه.