امريکا د ايران پر 'سفيران' هوايي شرکت بنديزونه ولګول

ايرانۍ الوتکه

دغه شرکت د اوکرايین پر ضد د جګړې لپاره روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د استولو په هدف د پوځي الوتنو په همغږي کولو تورن دی.

د امريکا د خزانې وزارت پرون (سپتمبر) اتمه د دغو بنديزونو په اعلانولو سره وويل، پر درېيو نورو ايراني شرکتونو هم بنديزونه لګول شوي چې په هغه هېواد کې د بې پيلوټه الوتکو په جوړولو او توليد کې لاس لري.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په وینا، د امریکا د بې‌ساري بندیزونو او صادراتي کنټرولونو په وړاندې روسیه په اوکرايین کې د خپلې غیر موجې جګړې د دوام لپاره هره خوا لاس اچوي.

روسیه هڅه کوي له نورو هېوادونو بې پیلوټه الوتکې وارد کړي او د اوکرايین پر ضد یې په جګړه کې وکاروي.