د افغانستان لپاره د خونړو نړیوال پروګرام، ډبلیو اف پي وایي، په افغانستان کې اقتصادي بحران دندې، معاشونه او معشیت له منځه وړي دي.
ډبلیو اف پي په یوه ټویټ کې ویلي چې، د کورنیو لاسنیوی او د ټولنو ملاتړ تر بل هر وخت اوس ډېر مهم دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له بېوزلو کسانو د مرستو په دوام د جرمني د سخاوتمندانه مرستو مننه کړې ده.
که څه هم د جرمنې د مرستو اندازه چې له دې پروګرام سره یې کړې، نهده ښودل شوې خو دا هېواد یو له لویو بسپنه ورکونکو دی.