امريکا د افغانستان لپاره د 'روزا اوتونبایوا' د د ټاکلو هرکلی کړی

روزا اوتونبایوا

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې په توګه د روزا اوتونبایوا د ټاکنې هرکلی کړی دی.

د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، له یوناما د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت له دفتر سره به له نږدې همغږۍ ته دوام ورکړي او په دې پوه دي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د دوی ترمنځ پیاوړی شراکت موجود دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم په یوه جلا ټویټ کې د دغې ټاکنې د هرکلي ترڅنګ ویلي، متحده ایالات د افغانانو د ملاتړ لپاره د یوناما له مشرې اوتونبایوا سره کار کولو ته سترګې په لاره دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د سپټمبر په دوهمه د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا د کاناډایي ډیپلوماتې ډیبورا لاینز پر ځای د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې په توګه وټاکله.