غزني کې يوه مېرمن وژل شوې ده

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غزني ولايت موقعيت

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې، دا ښځه په شخصي دښمنۍ کې هدف ګرځېدلې.

د غزني امنیه قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي ازادي راډیو ته وویل چې، په دې ښځې باندې یوه وسله‌وال کس وړمه ورځ د غزني ښار په پښتون اباد سیمه کې ډزې کړې وې.

سرحدي وايي بریدګر له سیمې تښتېدلی خو دوی یې د نیولو هڅې کوي.

د دغه ښځې د وژل کېدو په اړه د هغې کورنۍ تر اوسه پورې څه نه‌دي ویلي.

افغانستان کې تر ډېره د ښځو وژنه د کورنۍ تاوتريخوالي انګېزه لري چې مخکې هم دې ته ورته پېښې رامنځته شوې دي.