د کاناډا پوليسو هغه بريدګر نيولی چې تېره يکشنبه يې ۱۰ کسان ووژل

د کاناډا پوليس

د کاناډا پولیس وايي، د دغه هېواد په ساسکاچوان ایالت کې د روانې اوونۍ د حملې په تور یې یو تن نیولی دی.

د یکشنبې د ورځې په برید کې، چې د چاقو په وسیله وشو، ۱۰ تنه ووژل شول.

نیول شوی کس مایلز سندرسن (Myles Sanderson) نومېږي، د نوموړي د بل ورو ډیمین سندرسن مړی، د دوشنبې په ورځ وموندل شو.

دغو دوو وروڼو د یکشنبې په ورځ په ساسکاچون ایالت کې لس تنه ووژل او ۱۸ نور ژوبل کړل.

دا برید د اوسنۍ کاناډا په تاریخ کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.