ايران کې پر اعدام د محکوم شويو زندانيانو کورنيو اعتراضونه کړي

ايران کې د اعدام يوه ساحه

د یوه بې‌سارې اقدام په ترڅ کې د ایران پلازمېنې ته نږدې د کرج په سیمه کې د محکمې مخې ته د هغو زندانیانو، چې په اعدام محکوم دي، د کورنیو یو شمېر غړیو اعتراض وکړ.

د خواله رسنیو له لارې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سې شنبې په ورځ اعتراض کوونکو شعارونه له ځانونو سره لېږدول چې پرې لیکل شوي و، اعدامونه ودروئ.

د بشري حقونو سازمانونه وایي، د دې معترضانو خپلوان د کرج او قزل حصار د ښارونو په زندانونو کې بندیان دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان په وینا، د روان میلادي کال له پيله د سپتمبر تر اوومې په ایران کې د ثبت شویو اسنادو له مخې درې سوه اته اتیا تنه اعدام شوي دي.