د اوکراین پوځ: خارکییف کې روسي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

خارکییف کې د جګړې له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین پوځ وایي، د دې هېواد په شمال ختیځ د خارکییف ښار په شاوخوا کې د جګړې له تېزېدو سره د روسیې اجیرو وسله والو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې.

د اوکراین د پوځ د درستیزوالۍ دفتر نن وویل چې د ټولو هغو ځواکونو چې په جګړه کې وژل شوي یا سخت ټپیان شوي، څه باندې څلویښت په سلو کې یې همدا د روسیې له خوا ګومارل شوي اجیر ځواکونه جوړوي.

په عین حال کې د اوکراین یو شمېر سرچینو ویلي، هغه تهاجمي عملیات چې اوکراین تېره اونۍ پیل کړي او تراوسه دوام لري، یو شمېر یې بریالي و.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین نن په ولادیواستوک کې یوې اقتصادي غونډې ته په وینا کې یو وار بیا هڅه وکړه چې پر اوکراین د روسیې بې دلیله یرغل توجیه کړي او ویې ویل، د مسکو له خوا دغه ځانګړي عملیات یوه اړتیا وه.