'جيمز کلېورلي' د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير ګمارل شوی

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير جیمز کلېورلي

د برېتانیا د نوې صدراعظمې دفتر پرون اعلان وکړ چې جیمز کلېورلي (James Cleverly) د باندنیو چارو وزیر ګومارل شوی دی.

ښاغلی کلېورلي د سږ کال په جولای کې د بوریس جانسن په کابینه کې د پوهنې وزیر ټاکل شوی و.

پرون لیز ترس د برېتانیا د صدراعظمي په توګه لوړه په ځای کړه.

دې په واکمن محافظه کار ګوند کې دننه د رایو په نتیجه کې خپل سیال ریشي سوناک مات کړ.

ټرس له تریزا مې او مارګریټ ټاچر وروسته د برېتانیا درېیمه ښځینه صدراعظمه ده.