چين کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۷۴ ته ورسېد

چين کې د زلزلې يو انځور - ارشيف

د چین دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې په سختې زلزلې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۴ تنو ته زیات شو.

په همدې حال کې زرګونه کسان موقتي سرپناوو ته لېږدول شوي او د پر له‌پسې بارانونو له کبله وېره ده چې ځمکه وښوېږي.

د امریکا د زلزله پېژندنې د مرکز له راپور سره سم، د دوشنبې په ورځ ۶ اعشاریه ۶ ریښتره زلزلې د چین د سیچوان ولایت کانګدین ښار ته سخت ټکان ورکړ.

اخوا د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې هم د وروستيو زلزلو له امله ۶ کسان مړه شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.