د ماهيپر برېښنا کوټ دويم توربين فعاله شو

د برېښنا شرکت کار کوونکي د برېښنايي مزو د ترميم په حال کې - ارشيف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت تخنیکي کارکوونکو د ماهیپر برېښنا فابریکې د دوهم توربین د ترمیم چارې په بري بشپړې کړې.

د دوهم توربین له فعالیدو سره د دغه برېښناکوټ د برېښنا د تولید ظرفیت ۶۶ مېګاواټو ته ورسېد.

تر دې مخکې د هلمند د کجکي بند د دویم فاز جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی چې ورسره د ياد بند د برېښنا ظرفیت ۱۰۰ مېګاواټه ورسېد.

د کجکي برېښنا کوټ د هلمند او کندهار ډېرو سیمو ته به برېښنا ورکړي.