د اټومي انرژۍ نړيواله اداره: د زاپوريژيا اټومي بټۍ کې وضعيت د ادارې وړ نه‌دی

د زاپوريژيا اټومي بټۍ

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې روان وضعیت د ادارې وړ نه‌دی.

يادې ادارې ويلي، په دې بټۍ کې د یوې اټومي پېښې د مخنیوي لپاره سمدستي موقتو تدابیرو ته اړتیا لیدل کېږي.

د دې ادارې مشر رافایل ګراسي بېګاه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، دا له اور سره لوبې ته ورته کار دی او هره شېبه امکان لري چې یو اټومي ناورین رامنځ ته شي.

ښاغلي ګراسي دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې دې ادارې د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ.

په دې راپور کې له روسیې او اوکراین څخه غوښتنه شوې چې په زاپوریژیا کې د اټومي امن یو خوندي زون رامنځ ته کړي.