فارياب کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۶ تنه مړه شوي او لس ژوبل دي

د افغانستان په نقشه کې د فارياب ولايت موقعيت

په فاریاب ولایت کې پرون په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه او لس نور ټپیان شول.

د فاریاب د ترافیکو رئیس ملا نجیب الله خیبر ازادي راډیو ته وویل چې، دا پېښه د دې ولایت په چهار باغ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه فلانګ کوچ ډوله موټر له یوه ټراکټور سره ټکر وکړ.

په مړو شویو کې څلور یې ښځې او یو ماشوم دي.

د لويو لارو خرابوالی او د موټرو بې احتياطي هغه لوی لاملونه دي چې د مسؤلينو په وينا افغانستان کې د ترافيکې پېښو لامل کېږي.