اوچا: مرستندویه بنسټونه دې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی وکړي

ارشیف: په کابل کې بېوزله کورنۍ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا افغانستان څانګې د ژمي د رارسېدو په درشل کې له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی وکړي.

دې ادارې په یوه ټوېټ کې ویلي چې اړمنې افغانۍ کورنۍ تر بل هر وخت زیات لاسنیوي ته اړتیا لري.

د اوچا په بیان کې یادونه شوې چې دوی له څه باندې ۲۴ میلیونه اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره څه باندې درې میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

په دې ډله کې د ژمي پر مهال د مرستو په تېره بیا د سرپناو او تودو جامو د تیارولو لپاره ۶۱۴ میلیونو ډالرو ته عاجله اړتیا ده.