طالبانو د کابل له ښاره څه باندې ۳زره سوالګر راټول کړي

ارشیف

د طالبانو حکومت د کابل له ښاره څه باندې درې زره سوالګر راټول کړي دي.

په دې ډلې کې څه باندې دوه زره ښځې شاملې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر په دې اړه پرون یو ویډیويي پیغام ورکړی دی.

پیغام کې راغلي: "د سوالګرو راټولولو کمېټې د سنبلې تر ۱۲ نېټې پورې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۳۰۴۸ سوالګر راټول کړي دي. د راټولو شویو سوالګرو له جملې ۲۱۰۹ ښځې دي چې تر ارزونې وروسته یې ۶۲۹ مستحقې او ۱۴۸۰ بیا حرفه يي سوالګرې پېژندل شوې دي."

طالب چارواکو ویلي چې مستحق سوالګر یې ټول د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړي چې هلته به ورسره لازمې مرستې وشي.