د کرکټ په اسیا جام کې نن د هند او سریلانکا ټیمونه مخامخ کېږي.
هند د اسیا جام په دویم پړاو کې وړمه ورځ له پاکستان ماته خوړلې خو سریلانکا بیا لومړی بری د افغانستان په وړاندې ثبت کړی دی.
تمه ده د څلورو غوره لوبډلو په دې پړاو کې افغانستان سبا چهارشنبه ماښام له پاکستان سره مخ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې لوبغاړو د پاکستان په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی نیولی دی.