د اوکراین د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو وروستی فعاله ریکټور هم بند شو

د زاپوریژیا اټومي تاسیسات

د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو وروستی فعاله ریکټور هم بند شو.

د اوکرایین د زاپوریژیا اټومي بټۍ چلوونکی اینرهواتوم وايي، له دې چې د روسیې په اشغالي سیمو کې توغندیز بریدونه لا هم دوام لري د پېښې د رامنځته کېدو له وېرې وروستی فعاله ریکټور بند شوی دی.

د راپورونو له مخې په دې اټومي تاسیساتو کې د ملګرو ملتونو د اټومي اژانس د څارونکو له پلټنو سره سره په شاوخوا سیمو کې توغندیز بریدونه دوام لري.

د سپټمبر په پنځمه په یوه بیان کې، انیرهواتوم وویل، د روسیې اشغالګرو پوځیانو د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته نږدې سیمې کې خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی او د ډزو له امله د اور لګیدنې په پایله کې، د بریښنا مزي چې بټۍ د اوکرایین له اصلي بریښنایي شبکې سره نښلوي له کاره لوېدلې.