د امریکا بي۵۲ بم غورځونکو الوتکو د فارس خلیج په سر پروازونه کړي

د امریکا دوه B-52 بم غورځونکي الوتکې

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د امریکا دوه B-52 بم غورځونکو الوتکو د فارس خلیج په سر ځینې پروازونه وکړل.

يادې الوتکې چې د اټومي ډزو وړتيا هم لري د یکشنبې په ورځ يې د اسراییلو، کويټ او سعودي جنګي جېټ الوتکو په ملتیا پروازونه کړي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د هوايي ځواک لوړپوړي چارواکي الیکسس ګرینکوویچ ویلي، دا بم غورځونکې الوتکې د بریتانیا له فیرفورډ اډې څخه سیمې ته الوتې وې او اوس یې پروازونه ختم او د سیمې له قلمروه وتلي.

اسوشیټیډ پریس او اسراییلي رسنیو دا د ایران په وړاندې د "قوت د نندارې" په توګه یاد کړي.

د امریکايي الوتکو دا الوتنه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې په فارس خلیج کې د امریکا د سمندري ځواکونو او سپاه پاسداران ترمنځ نوې شخړه شوې.