ښاروالۍ په کابل کې د کانګريټي دېوالونو د لرې کول خبر ورکړی

ارشيف

د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د کانګریټي دېوالونو د لرې کولو د پروګرام د پیل خبر ورکوي.

د باختر اژانس د خبرله مخې، د دغو کانګریټي خنډونو د پاکولو او لرې کولو کمېسيون پرون (د غبرګولي ١٣مه) د شش درک، د چارو ادارې، پښتونستان واټ او سلام مخابراتي شرکت په ساحو کې خپل کار پيل کړ.

کابل ښاروالۍ وايي، ډېر ژر به تړل شوي سړکونه له غیر ضروري خنډونو پاک او د خلکو پر مخ به پرانیستل شي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفترونو، سفارتونو او د لوړ پوړو چارواکو کورونو ته تلونکي ځینې سړکونه په کانګریټي دېوالونو تړل شوي وو، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.