هند کې يو افغان د ۴ کيلو ګرامه هيروينو د لېږد په تور نيول شوی

هيرويين

پولیسو د نیول شویو هیروینو ټول ټال ارزښت شل کروړه هندي روپۍ/څه باندې دوه نیم میلیونه ډالره اټکل کړی.

هندي رسنیو د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ډلې په حواله راپور ورکړی چې افغان تبعه (ودیع الله رحیم الله) د نوې ډهلي په وسنت کُنج سیمه کې یکشنبې په ورځ له څلورو کیلوګرامه هیروینو سره نیول شوی.

پولیسو ویلي، د نیول شوي کس پر ضد یې د مخدره موادو د لیږد د سزا د قانون په چوکاټ کې دوسیه ثبت کړې ده.

ځینو نورو راپورونو کې د نیول شوي افغان نوم وحیدالله یاد شوی او زیاته شوې چې په هند کې یې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یو ان اچ سي ار سره د پناه غوښتونکي په توګه هم خپل ځان ثبت کړی و.