د اوکراین صدراعظم جرمني ته تللی

د اوکراین صدراعظم دینز شمیهال

د اوکراین صدراعظم دینز شمیهال د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره د خبرو لپاره پرون ماښام برلین ته لاړ.

دی لومړنی جګپوړی اوکراینی چارواکی دی چې له څو میاشتو وروسته جرمني ته ځي.

دا سفر د دوو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا د پای ته رسېدو ښودنه کوي.

په وروستیو کې اوکراین پر جرمني انتقاد کړی و چې د روسیې په وړاندې په حګړه کې یې د اوکراین چندان ملاتړ نه دی کړی.